ایکناخبری آژانس د الشارقه ۲۴ له قوله راپور راکړ، دغه پلاوي پخپلې کتنې کې د شارجه د قرآن کمپلیکس نړیوال وبالۀ چې کتونکي له قرآن او د هغې له تاریخچې څخه د پوهې په خزانو کې سفر ته بولي.
دغه پلاوي په شارجې کې د قرآڼ کریم د کمپلیکس په ستاینې سره ټينګار وکړ دغه مرکز د خپل ځانګړي لرلید په دلیل په نوي بڼه د علم د لارې مشال دی او دا موضوع په ځان له سر قرآني پوهې ته نه محدودیږي، ځکه چې دغه مرکز د نړۍ په سویه یو برلاسه مثال دی او پخپلو میوزیمونو کې ئې داسې کم موندونکي خطي نسخې ساتلي دي چې لیدونکي داسلامی تمدن اود قرآن او دهغو د تاریخچې په باب دعملی خزانو لیدو ته اړباسي. د فارس خلیج دملګرتیا شورا د هیوادونو د خطي نسخې او مطالعاتو او سندونو د حوزې څلویښت کسیز متخصصانو څيړانو او مسئولانو پلاوی همداراز د شارجې د راډیو اوټيلییوژني چینلونو دسټوډیوګانې چې په ماډن ټيکنالوجیو مشتملې دي ، هم ولیدې او دغه راز ئې یو لړ مستند فلمونه هم وکتل چې د ستایلو وړ وو.